انتظار
پـس لــه ډيــره انـتـظــار او کــــــړاونـــــو
کــورنۍ يـې شــــول خـبــر لــدې رازونــو
ددوئ دواړو کـورنۍ سره جــرګــه شـــول
د نـجـلـۍ، هـلک نجـات تــه وسيلـــــه شول
د هلک او نجلۍ سؤال رب تــــه قبول شـو
پــوه تدبير د کــورنيــــو يـې اصــول شـــو
پس لــه ډيــــــرو زحـمـتـــونــو د زمــان
شول کامياب لدې ازمون نـــه په ښه شان
مـــده پس د دوئ ښـــــادي شــــولــه بـنــا
د پاک رب درتـــه منظور يـې شوه دعـا
ډير وختونه دوئ خوشــاله پــه وصلت وه
ښه روزګار او ښه ژوندون يې غنيمت وه