حفیظ الله خالد
ای طالبه
ځان دی پوه کړه ای طالبه خپل وطن سره دی جنګ دی
که افغان یی روغه جوړه ستا د پلار نیکه فرهنګ دی
ته لا اوس هــــــم خبـــر نـــه یی د دښمن د چلوټو نه
جنګوی دې په خپل کورکی دا یی چل دایی نیرنګ دی
بس که بس که وروروژنه وطن ټول په وینورنګ شو
دا په غرو کی سره ګلونه د افغان د وینو رنګ دی
ګوره هاخوا په کــنړ کی د راکــټو بــاران جوړده
پنجابي دښمن هیرکړئ دافغان د توری شرنګ دی
د دی خــاوری دښـمن تاته هم دښمن دی
ګرچه نن یی ځان جوړ کړی په بل رنګ دی
د ی وطــــن کی پروت دې لوئ لوئ تاریخـونه
سترخوشحال تړلئ توره د همدی ولس په ننګ دی
راشه سولئ سره مل شــه خــپل وطن لره مرهم شه
چی پدی اسلامی لار کی هروګړی سـتا ترڅنـګ دی
خالد
۱۰ اکتبر ۲۰۱۴