Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > لا به تر څو؟  

مطالب تحریری فرهنگی: لا به تر څو؟

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: سميع الدين افغانيتاریخ: 10/8/2014

لا به تر څو؟

 

چې موهم وژنې هم ارمان ته مو په سپکه ګورې

 د عزمتونو لوی جهان ته مو په سپکه ګورې

 

زموږ په مالت اغياره ستا د تريو تندي اثردی

 ته هست او بود عصر،زمان ته مو په سپکه ګورې

 

موږ په زړګو قوي احساس د پاکې مينې روزو

 ته څله وياړ د هر افغان ته مو په سپکه ګورې

 

زموږ د هيلو ، ارمانونو به سحر مالوم شي

رقيبه ته د ژوند داستان ته مو په سپکه ګورې

 

اوس مو احساس اود زړه درد سره قلم شريک دی

ته دا وطن جنت نشان ته مو په سپکه ګورې

 

دلته انګريز،چنګيز او سره په  ندامت وتلي

لوړ ارادو قوي  ايمان ته مو په سپکه ګورې
  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ