څپره
اروپا کې مې ولید ډیـر ځـایونه
ډیر ښارونه٬ محـلونه٬ هـیوادونه
هیر مې نشو د وطن هماغه څپره
چې پراته پکې کټونه لـر او بره
هماغه ونې ها ویالې چې یادومه
د یورب دغه ښـکلا بیا هیرومه
هلته ناسته کې وو٬ هسې کیفونه
چې کیفیت یې نلرې دغه قصرونه
چا کیسی٬ چا مرکې پکې کولې
دغیرت شملې یی هسکې وې نیولې
په مسکو٬ پراک٬ هالنډ او آلمان
و مې نه لید ثانې د یو پټان (۱)
ای وطنه! ته خو بیا به شې ودان
وې٬ مختورې به دا غارتګران
۱ هندوانو یوازې غرنې پښتنو ته ( پټان ) ویل.
بنقل از شماره ۱۶۰ و ۱۶۱ مارچ و اپریل ۲۰۰۴ ماهنامه دعوت چاپ ناروی