Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > بې له تا نه به زه څه وم؟  

مطالب تحریری فرهنگی: بې له تا نه به زه څه وم؟

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: نجیب منلیتاریخ: 10/6/2014

بې له تا نه به زه څه وم؟
د فرانسوي شاعر لویي اراګون شعر / ژباړه: نجیب منلی

 

 

که راغلې راته نه وای، بې له تا نه به زه څه وم

زه به څه وم؟ په ځنګله کې به یو زړه، په خوب ویده وای

دساعت پر مخ ولاړه یوه ستنه

بې له تا نه به زه څه وم؟ زه به هسې یو تش زوږ وم.

 

د انسان د ژوند خبرې ما له تا نه دي زده کړې

زه نړۍ ته نور د تا له سترګو ګورم،

ما هر څه له تا زده کړي: له چینې نه اوبه څرنګه څښل کېږي

لاروی چې پر لار ځي سندرې وایي، پسې څنګه تکرارېږي

ما هر څه له تا زده کړي، ان د زړه تر رېږدېدلو

 

څه چې یمه، ما هر څه له تا زده کړي

چې غرمه کې رڼا ورځ وي او اسمان هم شين کېدای شي

چې ښادي د دوکانونو څراغ نه دی

د دې عصر په دوزخ کې تا له لاسه ونیولم

دې دوزخ کې چې انسان ته دوه په دوه اوسېدل نه زده

د نېکمرغه عاشق غوندې، تا له لاسه و نیولم.

 

له ښادۍ نه چې غږېږي، د هغوی سترګو کې غم وي

بل څه نه دي، بس د مړې هیلې سلګۍ ده

ربابي لاس کې شلېدلی تار نیولی!

خو بیا هم زه درته وایم، ښادي شته ده

له خوبونو نه د باندې او له ورېځو نه راښکته!

ځمکې، ځمکې راشه ګوره، د ښادۍ ورک ساحلونه

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ