Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > yaw dalsoz matfakar  

مطالب تحریری فرهنگی: yaw dalsoz matfakar

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: تاریخ: 10/3/2014

يو دلسوز متفکر

خپل اولاد سړي ته ګران دی ترهرچا

دا احساس شته هر انسان کې د دونيا

که هر څومره تنګ فرصت ددې هستي وي

د اولاد په نيکمرغۍ کې خوشالي وي

څوک چې وس يی شته توان لري په زړه کې

د اولاد نيکمرغي غواړي ژوندانه کې

------

يو کيسه د يو ماشوم ده مشهوره

يادول يې په دا وخت ګنم ضروره

کوم ماشوم په سرد دوه ښځوجګړه شوه

يو جالبه عجيبه شانتې کيسه شوه

يوې ښځې ويل : دا زما پسر دی

بلې ويلې نه زما د زړګي سر دی

دواړوجوړه کړه دعوا پدې ماشوم

حقيقت هيڅ چاته نه وو ور معلوم

هوښيار خلک مشران شولو حيران

دې حالت ته پريشان ول هغه ان

که هر څومره قضاوت خلکو پرې وکړ

د ماشوم اصلي والد يې پيدا نکړ

پس له ډيرسوال ، ځواب او مرکو

په رښتيا ددغه راز څوک نشول پوه

خلکو ورکه کړه انصاف لورته خپل لار

ويل: چې خدای مکړه چې نه شو ګناه ګار

اصلي مور ددې ماشوم څنګه پيدا کړو

په انصاف سره حاصل د خداي رضا کړو

دوئ په مينځ کې يوهوښيارسړی پيدا شو

دې مشرانو ته پدې ژبه ګويا شو

ويل: چې لاړ به شو قاضا او شريعت ته

اسلامي حقيقي حکم قضاوت ته

چې قاضي کومه فتوا کړله صادره

موږ به وګڼو فتوا د قاضي غوره

خلک راغله ټول حاضر شول محکمې ته

د قاضي فتوا، انصاف او فيصلې ته

قاضي وکړه تحقيقات د دواړو خوا

ويل: رښتينې پاک انسان وايې رښتيا

راته ووايئ: اصلي ماشوم د چا دی

دروغ ويل هر مسلمان ته نا روا دی

دواړو ښځې وې قايم پدې بيان

زما ځوی دی زما روح دی زما ځان

پس له ډيرو معلوماتو او پښتنو

دواړو ښځو په يو شان څرګندونو

چې قاضي شولو عاجز لدغه راز

داسې حکم يې صادر کړه دې بې نياز

ويل: چې راولئ جلاد او لويه توره

دا هلک به نيمايې کړو له مجبوره

په بل شکل دوئ هرګز نه سلا کيږي

نيم بدن به هريو ښځې ته رسيږي

يوې وويل:چې قبوله مې فتوا ده

دقاضې دا فيصله زما رضا ده

څه چې حکم کړي قاضي زه يې منم

ددې طفل نيم بدن زه قبلوم

کوم ساعت چې د قاضي خلاص شو بيان

اصلي مور يی په ژړا شوه هغه ان

وارخطا په نارو سر په واويلا شوه

په دير عذر بلې ښځې ته سلا شوه

ويل: قاضي صيب زه يم تير دخپل پسر

ورتسليم يې کړه ژوندی مې د زړه سر

سم ژوندي يې دغه ښځې ته تسليم کړئ

هسې نه چې تن جدا ددې معصوم کړئ

قاضی پوه شو چې اصلی اولاد د چا دی

کومې ښځې دا ماشوم وړي په غلا دی

سم دستي يې بيا فتوا کړله صادر

هغه دم هغه ساعت دې پوخ ماهر

ويل اصلي مور يې هغه ده چې ډير ژاړي

د اولاد خپل سلامت او ژوندون غواړي

وهمدې ته يې تسليم کړئ دا يې مور ده

هغه بله چې نيم غواړي مخ يې تور ده

هڅ مور نه غواړي اولاد يې نيمايې شي

د اولاد په مرګ به کله څوک راضي شي

بيا هلک يې کړ تسليم اصلي خپل مورته

دعوه ګيره ښځه يې بوتله د بند لور ته

هوښاري ددې قاضی ته ټول حيران شول

ټول مشکور په عدالت د پاک سبحان شول

نن زموږپه ګران هيواد کې داسې کيږي

څوک يې ويشي په قومو څوک پرې زوريږي

نن موهر افغان که هر ځای کي اوسيږي

د پردو په دسايسو ښه پوهيږي

اتحاد او ورورګلوۍ ته هوسيږو

موږ ټول عمر يو او بل ته خوشاليږو

که نابود شې د دښمن شوم پلانونه

بيا به هله شي يو موټی ولسونه

ددې خاورې دښمنان ربه رسوا کړې

يو دلسوزه مدبر زموږ پيشوا کړې

--------------------------

سميع الدين افغاني

٢٢- ٩ - ٢٠١٤

م٠ کال

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ