مساپره مرغۍ
زما د وطن پر خړو دښتو الوتلې مرغۍ
پــه شـنـو درو مې د زړګي تللې راغلې مرغۍ
ســتـا د چغار هــر سندریز سـحـر سحر مې په زړه
پــه هـر ماخام د خــوږو سـترګو خوږ نظر مې په زړه
ســتا د وزرونــو د ښایــست زریــــن وخـتـونــه څه شــول
ســتـا د ســرو ســتـرګو اخــمـار خــمــار جامــونه څه شــول
ســتـا د مستۍ ســتـا د ځوانۍ او ســتـا د نــاز وخـتـونــه
ســتـا د نـغـمـو ســتـا د ســنـدرو او آواز وخـتونه
چرته د زړه ګوښه کې پټ مې سوز او ساز جوړوي
په زخمي زړه راته د هجر مات اواز جوړوي
..................
نو زما ښایستوکې، سندربولی، نازولی مرغۍ
زمــا د کـالـه لــه بـامـــــه تللی تـرېدلې مـرغۍ
درتــه زمــوږ د باغ د ګلو رنګیني یــاده ده
درتــه په غــرو مې د شپنو هغه مستي یـاده ده
ســتا د وزرونــو د ښایــست زریــــن وخـتـونــه څه شــول
هــر پــسرلــی دی خپل چغار زمــوږ پــر بام مرغۍ
ســتـا د نـغـمـو ســتـا د ســنـدرو او آواز وخـتونه
په زړه مې ګرځي او په زړه کې مې تل ساز جوړوي
ستا خوږ اواز، ستا خوږ اواز، ستاخوږ اواز جوړوي
..................
نو ای پیمخې ای حسینې راته ګرانې مرغۍ
زما د دوران، زما همزولې، سرګردانې مرغۍ
زه دې چغار پر خپل پامير او خپل سپین غر لټوم
د زړه پــه کــور مــی ســتـا یــادونه هــر سحر لټوم
ستا په اواز کې د زخمي وطن زګیروي چرته دي
ستا د چغار د مهال شنه شنه پسرلي چرته دي
رانه اواز کې دی د مات زړه فریادونه ورک دي
په سره خولګۍ دی زما تنکي تنکي شعرونه ورک دي
..................
نــو زما مساپری زما بلبلې زمــا ښکلی مرغۍ
پــه شــنـو درو مې د زړګي تللې راغلې مــرغۍ
راتــه دی ســترګو کــی وخـتـونـه پــرونــی راوړي
پــر پستو شونډو دی ســندری د سپرلي راوړی
ستا په اواز کې مې د مات زړګي سازونه پراته
ستا په کتو کې مې د خوږ ځیګر دردون پراته
راځه د زړه په کور مې بیا ښایسته سپرلې جوړ کړه
پر نړېدلي بام مې بیا راته کورګی جوړ کړه
۲۱-۲-۲۰۱۴هالنډ