Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > د ننګ اوغیرت کیسې  

مطالب تحریری فرهنگی: د ننګ اوغیرت کیسې

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: باری جهانیتاریخ: 7/20/2014

 

د ننګ اوغیرت کیسې

خـدایه څـه کـــــانې را وسوې ټول جهان را پوري خاندي

                  هم دښمن سترګي سرې کړي هم دوستان را پوري خاندي

د رقـــیب سترګـــي ړنــدې کـــې سپینلی د نظر مــا تــو

                  نـــن د خـــپلو لـــــه شــا مـــته غـــلیمان را پوري خاندي

لــــــه قسمته ګیله مـــــن سو کــــه د عقل بـــــرخه نسته

                  هــــم آدم راتـــه حیران دی هــم شیطان را پوري خاندي

نــــه پـــر هوښ یـو نه بې هوښه با ولــه یو لاري ورکي

                  لـــــیوني را څخه تـښـتي هــــوښیاران را پوري خاندي

لــــه ادمه تــر دې دمه لکه شمعي اور پـــر ســر یـــــــو

                  بس د اوښکو سره ژوند دی خپل ګریوان را پوري خاندي

تـــــر پـــــرونــــــه چي مــــــو ویني له بریتونو څڅیدلې

                  دومـــره ټیټ سولــو رقیب ته نـا مردان را پوري خاندي

اوس بـــه څـــه وايي یـــارانو د قــــبرونو تــــوري تیږي

                  وفـــا دومــره پــردۍ سوې چي سیالان را پوري خاندي

چي نــــکلونه کـــړو د توري چي د ننګ غیرت کیسې کړو

                  هم پردي بریتونه تا و کړي هم خپلوان را پوري خاندي

جهاني پلرو بـــه تل کـــړې د احــــــمد او مــیرویس لاپي

                  مـوږ بـه چاته کیسې یوسو خپل زلمیان را پوري خاندي

۲۰۱۴
  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ