| AFGHAN GERMAN ONLINE http://www.afghan-german.de http://www.afghan-german.com |
| |
|
| نویسنده/ارسالی: سید عبیدالله نادر | تاریخ: 6/19/2014 |
|
سید عبیدالله نادر
یو څو ښکلی چلیریزیی
ماته ژبـــــــــــه د فریاد لـــکه بلــبل را چوپه خوله کی په چوپتیا ویــنا د ګل را چی محـر م شمه د ټول عالــم د زړونو علمیـــــــــت او بصیرت د صاحـبدل را
*** معرفت کی هسی زوز تاب و تــوان را په تیاره ګوګل کی زړه راته روښان را چی جهان دنفرتـونوپــری بـــــــدل کړم داسی ژبه د ویـیـلو او بیــــــــــــــان را
***
چې یو ځای نکړو نظر ، او خپل فـکرونه لــــه کیني څخه پاک نکړو، خپــل زړونه دغه ستونزی چي مو مخي ته پرتــــي دي دا به ونیسي په خوا کي ډ یر کلــــــــــو نه
*** داسی څوک نشته چي شي پوه د هر یو ګل په ژبه په غرو رغو کې د بورا او د بلبــــــــــــــــل په ژبه خاونده ورکړه د رازونو ، نیـــــــــــــــــازونو ژبه چې وپوهیږي درد من، او صاحبــــــــــدل په ژبه
***
د بشر قـــافله ښکته شوه ، سپوږمئ کې مونږ تر اوسه یــو لا پاتی، تروږمی کې مدنیـــــــت انګازې لاړې، کهکــشان ته مونږمشهوره د نړی شـــو ، نادانئ کې
*** هلته د علم بیــــــــړی ، د معرفت خواته ځي دعلم و فن په رڼا، مخ په وحدت خواته ځي دلته زمونږ، امیــــــــدونو ارمانو قـــــــــافله تورتمو کي ده روانه جهــــــــالت خواته ځي ***
|
|
|
افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ
acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ |
|
|