ژوندۍ دې وي افغانستان
یو شي خورو او لرو بر افغانانو
ای دپامیر او هندو کش افغانانو
داباسیند اود آمو په منځ کې
د مست هلمند او دکنړ زمریانو
د کلي کور د آبادۍ له پاره
د خوار ولس د سوکالي له پاره
یو شي یوالۍ سره کور جور کړي
دا خپل ازاد وطن سمسور جوړ کړي
د احمدشاه اوغزنوی اولاده
دقندهار د میرویس خان لمسیا نو
د اکبر خان وزیر غیرت را واخلي
د خوشحال خان دلوړو غرو بازانو
د کلي کور د آبادۍ له پاره
د خوار ولس سوکالي له پاره
یو شي یوالۍ سره کور جوړ کړي
داخپل ازاد وطن سمسور جوړ کړي
دقطغن او بلخ اوزبک تاجیکو
نورستانیانو هزاره ځوانانو
ای بلوڅې ترکمن ګوجر ورونو
د صوات بنیر وزيرستان مشرانو
د کلي کور د آبادۍ له پاره
د خوار ولس د سوکالي له پاره
یو شي یوالۍ سره کور جوړ کړي
داخپل ازاد وطن سمسورجوړکړۍ شاعر : ( ؟ )
هموطنان گرامی وجوانان غیور، کسې را انتخاب کنید که دستش به خون ملت آلوده نبوده وتبعیض ندا داشته با شد و کابل را به خاک و خون نه کشانده باشد، فکر آینده کشور ء خود و اولاد خوددردست شماست!
تل دې وي افغان ولس او ژوندۍ دې وي افغانستان
په درنښت. آشا