Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > د ګور چینجیان  

مطالب تحریری فرهنگی: د ګور چینجیان

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: محمد حامد الوتاندتاریخ: 6/11/2014

د ګور چینجیان
چې په هر پېر کې دوی پاتې له کاروان وي
بـل څـوک نـه وي دا پښتون او یـا افغان وي
چې بې علمه وي خپـل حــق پـېـژنــدۍ نشي
په خپـل کورکې دۍ پــردۍ لـکه مهمان وي
چې ناپـوهـه بـې کمال وي سـر ګــردان وي
خوار او زار به په هر ګوډ کې د جهان وي
دا بــه حال تــل د بې علـمـــه او نــادان وي 
لا چـارۍ نه دوۍ د هــر چا پــه فرمان وي
           
چې په هر پېرکې دوی پاتې له کاروان وي
بل څوک نـه وي دا پښتون او یـا افغان وي
دغـه ارت او لــوی جهان ورته زنـدان وي
لاره وره که ترې په هرځای هر مکان وي
څو خبریږي او پوهېږي وخت پری تېر وي
څو ځای خرڅ په هر مارکېټ‌ په هر دکان وي
دا بــه حال تـــل د بــې علمه او نادان وي
لا چــارۍ نـه بـه د هــر چا په فرمان وي
هــر ملت کـې چې پـوهـنـه دغـه شان وي
د پـردو به هـر نېرنګ پـر دوی آسان وي
ېا پر هر ځای چې کـم علمه مخکښان وي
استعمار به پــرې له هـر لوري روان وي
وګې سترګې ، وږې خېټه وچـــې شونډې
د مــړې خېټې خوراک تـل پـه ارمان وي
نـه یې کار نه یې کردار په نورو بـار وي
په ژونــدون دوئ لکه مـــړي دا لټان وي
دا بــه حال تـــل د بــې علمه او نادان وي
لا چــارۍ نـه بـه د هــر چا په فرمان وي
ډک سیندونه یې پـر هـر لـوري روان وي
خپل هـېواد یې وچ ډاګـونه تش مېدان وي
خـپـلـه تګـۍ د ېــؤ ه ګـوډ پـــه آرمان وي
په اوبــو یې تــل خــړوبـه  ګاونـډیان وي
چې بې علمه وي خپل حـق پېـژنـدۍ نشي
په خپل کورکې دۍ پردۍ لکه مهمان وي
چې د بـل کار نـه لائېق او نه جـوګـه وي
بـیـا د دیـن او د مـذهب ټـېکــه داران وي
څوک ملال کړي څوک حلال ګوره کمال ته
ښه پلمه یې نــو بېا دیـن مذهب ایمان وي
دا یـې شان دا یـې فـطـرت دی لـه اذلـــه
هــم بـه ښـه او هـم بـه بـد دا انسانان وي
که په خپل مټ او همت څوک تکیه نوي
خود به هر چېرې د هـر چا غلامان وي
هـېڅ‌ وخت مه اوسه د بل د لاس په طمه
چې په طمه د بــل ناست وي ټپسان وي
چې بې علمه وي خپل حـق پېـژنـدۍ نشي
په خپل کورکې دۍ پردۍ لکه مهمان وي
ځه ورځه شه لاس په کار پدې ځنګل کې
چې پخپله کانــدي ښکار هغه زمریان وي
دا دې وخت د امتحان دی کـه پــوهـېـږې
چـې پـه څــوړو نـنـوځــي مـــوږکان وي
چې په هر پېرکې دوی پاتې له کاروان وي
بل څوک نـه وي دا پښتون او یـا افغان وي
په رېښتیا که ستا څپېڅلۍ پاک وجدان وي
هـم د پـوهـه پـه دا خـپل مذهـب ایمان وي
خـود په خـوده بـه شــــړلۍ تا شېطان وي
په جامـه د کېش، دروېش که مــلایان وي
دا یـې شـان دا یـې فـطرت دی لـه اذلــه
هـم بـه ښـه او هـم بـه بـد دا انسانان وي
وایـي یـو څـه کـوي بـلـه پـه هـر چار کې
په ورورۍ چې غولول کړي دا ټګان وي
هـم د وژنــي هـم پـه تـا پـسې ژړا کــــــا
دا یې لارې دا یـې چارې چې رندان وي
دا یـې شـان دا یـې فـطرت دی لـه اذلــه
هـم بـه ښـه او هـم بـه بـد دا انسانان وي
پـه کېفېت کـې سـتـا بـقــا ده نـه کمېت کــې
په ډېروالي کې خو هر ځای ډېر مچان وي
پـه پـنـډوالـي او غـټــوالي مـه تـېـر وځــــه
په تنه غټ مینځ یې تش چې وي کدوان وي
چې په هر پېرکې دوی پاتې له کاروان وي
بل څوک نـه وي دا پښتون او یـا افغان وي
پـه تـنـه دي دوئ واړه خــو اتـفـاق کې
څـه هـوډمن او با تدبیره دا مېږیان وي
لــږ شه ځیر دا ارادې د دوۍ لر لید ته
یـو د بـل پسې په لیکه دوی روان وي
                  
دا بــه حال تـــل د بــې علمه او نادان وي
لا چــارۍ نـه بـه د هــر چا په فرمان وي
 
دا چـې خـپـلو تـه زمــري، ګـېـدړ پردو ته
په خاصېت لکه د ګــور‌‌، لحد چینجیان وي
چې د خپل د ځان دښمن او پـه تــاوان وي
ای "حامـده" دا هـوښېار که شوده ګان وي
چې په هر پېرکې دوی پاتې له کاروان وي
بل څوک نـه وي دا پښتون او یـا افغان وي

کلیفورنیا د ۲۰۱۴ کال د مې ۹
  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ