مونږ به نه ېو
تل به دغه ورځې شپې وي مونږ به نه ېو
دا بته لمـر دا ستارې وي مونږ به نـه ېتو
هـم بـه ځـمکه آسمــانـونـه کـائینات وي
واړه هر څه به دلې وي مـونږ بـه نـه ېو
ځي راځي به دلته مني، ژمـي، دوبـي
دا بـدلون بـه پـرلپسې وي مونږ به نه ېو
معطر به هر وطـن او هر چـمـن وي
د سپرلي به دا وږمې وي مونږ به نه ېو
هم به ګل هم به بلبل هـم بـه سنبل وي
د بلبلو به نارې وي مـونـږ بـه نه ېو
دا به بتڼ دا به چـمـن دا بـه خُـتن وي
خوندورې به مېوي وي مـونږ به نـه ېو
دابه تاک دا به مـمیز دایې شربت وي
دا ترخې به تل ختوږې وي مونږ بته نه ېو
دا به یار دا به دلدار دا بـه رېبـار وي
دا به ناز، دا به نخرې وي مونږ بـه نه ېو
څوک به بوخت په عبادت څوک جماعت وي
څوک به مست په مېکدې وي مونږ به نه ېـو
څوک به یار ویني په جام او پـه پیاله کـې
څوک په لار به د کعبې وي مونږ به نه ېو
څوک بې خوده به د ېار په ور کې پروت وي
څوک خمار به د پېالې وي مونږ به نه ېو
د رندانو، خماریانو به تـل مست وي محفلونه
پرلپسې به یې مېلې وي مـونږ بـه نه ېو
دا به جـام دا به مـطرب دا یې انجـام وي
دا ساقي دا به پیالې وي مونږ بـه نـه ېـو
ټنګ ،ټکور به وي رباب ،خواږه غږونه
دا یاران دا به حجرې وي مونږ به نه ېو
دا یاري دا دلداري به وي همـداسې
دابه ناز دابه نخرې وي مونږ به نه ېو
څوک به څنګه ،څوک به څنګه ،څوک به څنګه
د چاسيخې د چا لارې به کږې وي مونږ به نه ېو
نه به دا رنګ نه به دا خوند بل سبا وي
په بدلون به زمانې وي مونږ به نه ېو
خکلې څڼې به تاوېږي هم نڅا هـم اتڼونـه
د هر ځوان به نندارې وي مونږ به نه ېو
نو راځه واخله خوندونه له ژوندونه
دا هر څه به افسانې وي مونږ به نـه ېو
دا خوږ عمر په خوښۍ او خندا تېر کړه
دا به ژوند دا به مزې وي مونږ به نه ېو
زه حامد شوم هله پوه چې هر څه تېر ول
مونږ نه پاتې به قصې وي مونږ به نه ېو
د ۲۰۱۴ کال د مې ۲۲مه