Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > د زړه مینه  

مطالب تحریری فرهنگی: د زړه مینه

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: نورمحمد غفوریتاریخ: 11/21/2012

د زړه مینه

 

څوک به د نوم هسې په خوله یادوي

زما د هر سلول په زړه یادوي

د خیالي څڼو به د څه ووایم

خیال مې یې هر ويښته ويښته یادوي

چاته د مېنې مينه ټوکې ښکاري

ځینې یې لوړه تر هر څه یادوي

مینان یو بل ته ګواښیږی سره

د غمازانو فتنې نه یادوي

قاضیان د ښکلو پر مخ خولې لګوي

زموږ ګناه بیا، تش کاته یادوي

چې د وفا نښانې نه وی پکې

داسې معشوقې به څوک څه يادوي؟

آشنا راځه د عقل لاره نيسه

رقیب د بد او که د ښه یادوي

د ګډ ارمان سختو شېبو ملګرو!

(غفوری) تاسې پل په پله یادوي

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ