Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > زه دې وینم  

مطالب تحریری فرهنگی: زه دې وینم

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: سمیع الدین افغانيتاریخ: 4/16/2014

 

زه دې وینم

 

زه دې هم خوب کله ارمان کې وینم

کله دې لمر په شین اسمان کې وینم

کله قفقاز د ښکلا ګانو په چم

یو ځوان هوس دې په روان کې وینم

ښکلی انځور دې د کوچیانو میره

زه دې دمینې په کاروان کې وینم

لار د راتلو دې زه مدام څارمه

کله دې ستورو کهکشان کې وینم

کله غصه کله مسکا عوندې شې

کله دې لمرکله باران کې وینم

زما ای ښکلې زرورینې اشنا

زه دې ښکلا رنګین جهان کې وینم

رب دې شیبه هم خوب د ځنډه مکړه

چې دې خوبونه پریشان کې وینم

دا ستا دیدن به رب نصیب کړي زما

فال دې رحمان بابا دیوان کې وینم

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ