ګرانه وطنه
ستا د خزان ستا د سپرلي ستا د بهار ځيني جار
ګرانه وطنه ستا د ښکلي ننګرهار ځيني جار
وطنه ته د ميړنو او زمريا لو وطن يي
ته د ميرويس او احمد شاه د توريالو وطن يي
ستا د هلمند ستا د ميوند ستا د کندها ر ځيني جار
ګرانه وطنه ستا د ښکلي ننګر هار ځيني جا ر
ستا د هرات د جام جم د منا رونو عظمت
کړ را په ياد د ملالۍ د غور ځنګو نو عظمت
ستا د شينکۍ ستا د مارجي د سخت ناتار ځيني جار
ګرانه وطنه ستا د ښکلي ننګر هار ځيني جار
ستا د کنړ جنګيالي ورونه او لغمان چي وينم
را پا څيدلي ښه ځوانان د نورستان چي وينم
زړه مي ډاډه شي وايم ستا د کابل ښار ځيني جار
ګرانه وطنه ستا د ښکلي ننګر هار ځيني جار
چي اشغالګر انګريز يي مات او درپه در غوندي کړ
چي سور لښکر يي د روسانو خاک په سر غوندي کړ
ستا د پکتيا ستا د خيبر بالا حصار ځيني جار
ګرا نه وطنه ستا د ښکلي ننګر هار ځيني جار
د ښمن ډاريږي له غزني زابل ميدان وطنه
تيار ولاړ دي د کندوز، تخار، بغلان وطنه
ستا د پامير ستا هندوکش ستا د مزار ځيني جار
ګرانه وطنه ستا د ښکلي ننګرهار ځيني جار
ډک له لعلو وې دشمنا نو کړى تالا و طنه
له بدخشان تر جګد لک شهر صفا وطنه
ستا له نيمروز ستا له فراه ستا له تخار ځيني جار
ګرانه وطنه، ستا د ښکلي ننګر هار ځيني جار
وطنه تا ته چي هر چا په بد نظر کتلي
ټوټي ټوټي خوارو زبون په خپله لاره تللي
ستا ميمنه ده غيرتي ستا د فر خار ځيني جار
ګرانه وطنه، ستا د ښکلي ننګر هار ځيني جار
ستا جنګيالي په غور روزګان جنګيږي
هم په لوګر هم په غزني هم په باميان جنګيږي
ستا د زړو ستا د زلمو ستا د بيمار ځيني جار
ګرانه وطنه ، ستا د ښکلي ننګرها ر ځيني جار