د اوښ ګیله
د یو اوښ کـړه چا پوښتنه ای د لـوی طاقـت څښـتنه
ته چی کړې مدام مـزلونـه وړې درانـه درانـه بارونـه
دا اوږدی لارې وهی تـه دومره سختی چی ګالی ته
دغـه کار د چـا تدبیر دې یا ازل نه سـتا تقدیـر دې
ته یی خوښ پدغـه سخته یـا خـفـه لـه خپلـه بخــته
اوښ ویل زه یم خوشحال نـلـرم شکـوه څـه ویــال
که اوږدې لارې وهمه که درانـه بارونــه وړمـه
خو په یو شې اندیښمن یم خپل خاونـد نه ګیله من یـم
چی زمـا نه مهار وړې خــر لکی پـوری تــړې
زه بیا خـر پسی روان بی خـبر لـه ایـن او آن
دومره وایـم که پوهیږې پدغـه راز کـه خبریـږې
چی رهـبر د چا وې خـر هغـه لار کې وې خـطر
با خبر ورنه خبر دی
نا خبر ترې بی خبر