Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > دستا تصویر  

مطالب تحریری فرهنگی: دستا تصویر

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: سمیع الدین افغانيتاریخ: 11/26/2013

دستا تصویر

 

زه دې تصویرپه رنګینوکې وینم

کله پامیر په لوړو غرو کې وینم

 

کله نرګس  کله ګلاب ښکاریږې

کله دې باز په  سردرو کې وینم

 

چې کله  کله کې  پناه شې رانه

بیا دې د مینې په خوبو کې وینم

 

کله بیا لوړ  د اباسین  څپو کې

کله  دې  دنګو چنارو کې وینم

 

کله خوش بو لکه د ګل د نارنج

د ننګرهارښکلو  باغو کې وینم

 

ته یې تصویر ته د رازونو نړۍ

زه دې مدام په خپل خیالو کې وینم

 

ستا  داسپیڅلې   ګلورینې  هیلې

دا ستا تصویرخوږو شعرو کې وینم

 

ته  یې د  هیلو د  رازونو  انځور

زه  دې د  سولې ارمانو کې وینم

 

دا ستا ارمان دستا تصویرپه شان دی

زه  دې د  سولې په جامو  کې وینم

 

سمیع الدین افغاني

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ