| AFGHAN GERMAN ONLINE http://www.afghan-german.de http://www.afghan-german.com |
| |
|
| نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیار | تاریخ: 10/29/2013 |
|
بس دى سګرټى
بس دې سګرټى نور یې نه څښمه شومه ليونى نور يې نه څښمه د ځوانۍ عمر مې خزان شو تير مې شو سپرلى نور يې نه څښمه یو سودایي له مانه جوړ شو شومه پيریانى نور یې نه څښمه په لاره ځم هسې ځنګيږم شومه وچ لرګى نور یې نه څښمه په سل مرضو یې اخته کړم خورمه خپل زړګى نور یې نه څښمه خپل او خپلوانو ته بدرنګ شوم ښکارمه پردى نور یې نه څښمه حفيظ ملياره رنګ مې تور شو شومه سپيلنى نور یې نه څښمه |
|
|
افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ
acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ |
|
|