| AFGHAN GERMAN ONLINE http://www.afghan-german.de http://www.afghan-german.com |
| |
|
| نویسنده/ارسالی: نجیب منلی | تاریخ: 10/20/2013 |
|
وطن
وطن تش خاوری نه دی
کاڼي ، کمرونه نه دي
غرونه رغونه نه دي
دښتې، ځنګلونه نه دي
تړې، سیندونه نه دې
پټي، باغونه نه دي
کلي، ښارونه نه دي
کوډۍ، کورونه نه دي
شناختې، قبرونه نه دي،
ړنګ منارونه نه دي
*
د انسانانو منځ کې
چې څوک خپل ځای ومومي
د چا په سترګو کې د مینې ځلا،
د چا پر شونډو پېژندویه موسکا
د چا پر ټنډه باندې
د هرکلي نخښې ښکاره شي ورته.
چې خپل عزت چېرته خوندي وویني
د بل عزت ته خپل عزت ووایي
د چا په غم کې یې لېمې لمدې شي
د ده پر غم هم د چا اوښکې توی شي
چې په ښادۍ کې څوک شریک ولري
د بل ښادۍ کې ځان شریک وګڼي
وطن همدې ته وایي |
|
|
افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ
acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ |
|
|