Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > ځواني لاړه  

مطالب تحریری فرهنگی: ځواني لاړه

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 10/20/2013
 

 

 

ځواني لاړه

د یو خیال په طمع طمع ځواني لاړه

سوزیدلم  لکه  شمع  ځواني لاړه

دا ژوندون خو په ولله د سترګو رپ وه

سم چې زه پرې خبریدمه  ځواني  لاړه

سرمې سپین شو ګیره سپینه خوله کڼډاسه

نور  زهیر  شومه  له  تنه ځواني لاړه

کینه پریږده بغض پریږده مینه وکړه

را ترغاړې  شه  همدمه  ځواني  لاړه

د زړه درد  مې درته وایم راته ژاړې

ژاړه  ژاړه  ای   قلمه ځواني   لاړه

په زړښت کې د ځواني خوندونه نه وي

زه ورځه  د زړه   مرحمه  ځواني لاړه

زه حفیظ ملیار د زړه زخمونه  شمارم

وزګار  نشومه له  غمه  ځوا ني  لاړه

 

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ