Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > د اوښکو ګیله  

مطالب تحریری فرهنگی: د اوښکو ګیله

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 9/15/2013
 

د اوښکو ګیله    

زه په روغتون کې ومه

د عملیات شپه مې وه

دا هر بچی مې راته  

زما دا هر خوا خوږی

لکه د سترګو دا تور

په دواړو سترګو کې مې

را تاویدل تاویدل    

بل خوا             

ټاټوبی مورني وطن مې

پدی هجران کې راته  

زما په ذهن کې ټوپونه وهل

دخټو وران کلی مې   

ها د خاپوړو ځای مي

نیغ راته مخکی ولاړ  

د ارمانو دنیاکې    

خوب مې له ستر ګونه هوا کړیوه

شپه تر سهاره ویښ وم

بس په سو چو کې ډوب وم

اوښکو ګریوان ته په ګیله ویلې

ځان ترینه هیر دی خو....

خواخوږي او بچیان یادوي

ځان ترینه هیر دی ...

د خاپوړو ځای لغمان یادوی

ځان ترینه هیر دی ...

د خپل خوږ افغانستان یادوي

۰۳/۰۹/۲۰۱۳   ویانا

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ