Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > شهید ارمان  

مطالب تحریری فرهنگی: شهید ارمان

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 6/27/2013

شهید ارمان

څوک په وطن څوک په هجران کې سوځې

هر څوک په خپل شهید ارمان کې سوځي

ګلاب ګلاب امید ته څه و وایم

لکه سپرلی چې په خزان کې سوځي

څنګه به هیر شي د وطن ماشومان

چې د مرمیو په باران کې سوځي

په شان د هوری او غلمان ښایسته دي

پیغلې ځوانان افغانستان کې سوځي

زما غزلی له دردو نه ډکی

لکه بلبللې په فغان کې سوځي

خدایه له دی ژونده توبه توبه ده

چې یو ارمان په بل ارمان کې سوځي

له غرو پناه زما جانان وطنه

حفیظ ملیار دې په خپګان کې سوځي

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ