کابل مه ورانوی
هم یی خزان هم یی بهار ښکلی دی هم یی ماښام هم یی سهار ښکلی دی
هم تر نارنج هم تر انار ښکلی دی تر ننګرهار تر کندهار ښکلی دی
له ارغوان تر لاله زار ښکلی دی هم نسترن هم یې چینار ښکلی دی
دا زموږ جونګړه بورجل مه ورانوی
د خدای د پاره کابل مه ورانوی
هغه کابل د ښو زلمیو وطن د ښکلیو نجونو شاپیریو وطن
د غزلونو ربابونو مېنه زموږ د سندرو د ښادیو وطن
د شګوفو د پسرلیو وطن د مستو پیغلو د پاولیو وطن
پریږدی په اور يې اوربل مه ورانوی
د خدای دپاره کابل مه ورانوی
لا به تر څو دا سرې مرمۍ اوریږي لا به تر کله دا لمبې بلیږي
لا به تر څو د کربلا له تورو دلته شهیدي جنازې ښخیږي
زموږ پر تندي به وي تیارې لیکلي زموږ په لمبه به پردۍ شپې روڼیږي
دا د پیړیو مزل مه ورانوی
د خدای دپاره کابل مه ورانوی
پریږدۍ چي موږ هم څو شیبې ووینو څه د مستیو ورځي شپې ووینو
یو څه نڅا یو څه خندا ته ورکړو یو څه یاران یو څه غونچې ووینو
یو څه په ځان د سړیتوب جامه کو یو څه سیالي د زمانې ووینو
په سمه لاره کي پل مه ورانوی
د خدای دپاره کابل مه ورانوی
دا د افغان د لوی ټبر مېنه ده د میړنیو د سنګر مېنه ده
دا د تورزنو د خپلویو ځالۍ دا د بازانو د شهپر مېنه ده
د شاه شجاع د قتلیدلو وطن د مسجدي او د اکبر مېنه ده
دا د زړه ورو مورچل مه ورانوی
د خدای دپاره کابل مه ورانوی
نوري یې مه پریږدۍ د چا لښکري پر خپله مېنه د بلا لښکري
راځي چي وشړو له خپلو کلیو دا د یزید او کربلا لښکري
بیا را ژوندۍ کړو د بابا لښکري د خپل رقیب کړو نیمه خوا لښکري
دا د پیړيو اتل مه ورانوی
د خدای د پاره کابل مه ورانوی
دا د جرګو دا د ورریو وطن دا د قامونو د خپلویو وطن
دا د شملو دا د بګړیو وطن د جنګ د سولي د سیالیو وطن
د جهاني د ګل ګیډیو وطن هر ستمګر ته د اغزیو وطن
دا د پردیو اجل مه ورانوی
د خدای د پاره کابل مه ورانوی