كه پسرلي راشي
اي زما محبوبي
كه پسرلي راشي
زه به يي په پښو كي گلان وكرم
اي زما محبوبي
كه پسرلي راشي
زه به دگلانوو ږ مي سره سم په بڼ كي
دونو څانگي نوي ژ وند ته راوبولم
كه پسرلي راشي
زه به بوراگانو سره يو ځاي په چمن كي
وحشي گلانو په مينځ كي وناڅم
كه پسرلي راشي
زه به تور بلبل نه هيله وكړم
چه د گلانو د ميني سندري ووايي
كه پسرلي راشي
زه به د تنكي ځواني پيغلي
د هغي گډاننداره وكړم
چه دوي به يي دپسرلي راتگ په زيري وكړي
كه پسرلي راشي
زه به د باران څاڅكي سره سم
شينكي چمنونه ووينځم
كه پسرلي راشي
زه به د ښاپيرو د بڼ ملياران راوبولم
چه زما د هيواد پراخو رغو كي د غاټول گلونه وكري
كه پسرلي راشي
زه به د خيبر د لر او بر څخه را نيولي
ترسيستانه پوري
او د بدخشان د پامير نه را نيولي
تر ذوالفقاره پوري
بلبلان را و پاروم
چه زما د هيواد د ښكلا سندري سر كري
كه پسرلي راشي
زه به خپل هيواد والو ته
دميني او سولي ست وكړم
كه پسرلي راشي
زه به ږلي سره يو ځاي د خپل وطن دشتونو څخه
د هغي ويني رنگ ومينځم
چه جگړه ماران او جنگ سالاران يي تويولي دي
كه پسرلي راشي
زه به كونړ نه رانيولي تر اباسينه پوري
افغانان ميني ته راوبولم
او چه پسرلي راشي
زه به آريايي دود په څير
سپيڅلي پيغلي راوهڅوم
چه د نورستان د غرونو په سر كي
دسوما بوټي راغوڼډ كړي
او د سوما شيره راو باسي
او شاتو سره يي گډ كړي
زه به هله د سوما پاك شراب د پاكو وطنپالو
ځوانانو سره د هيواد د ميني
په سلامت و څكم
او د لوي او ښكلي افغانستان
د سپيڅلي خلك په وياړ
وطني سندري ووايم
اي زما محبوبي
زه به بيا د ستاد نرگسي سترگو
او د لالو شونډو
د ميني ترانه ووايم
اي زما محبوبي
پريده چه ستا د ښايست ستاينه
د بلبل په مشوكه او د بورا
په وزرو كي
د پسرلي چمن دگلانو دپاسه
په ډاگه وكړم
او د غرني مستي ويالي
مستانه سندري سره
په غرونو او راغو كي يي سر كړم
اواي زما محبوبي
كله چه پسرلي راشي
تا ته به دغاټولو هغه اميل جوړ كړم
چه پريښتي ورباني حسد وخوري
خداي زده چه بل پسرلي
بِه وي او كه به نه وي