زما وړوکي ملالۍ خوری
زما وړوکي ملالۍ خوری
زخمي زخمي ای ګلالۍ خوری
زما د ګلو ګلغوټۍ خوري
ای با همته سپیلنۍ خوری
په وچو شوڼډو کې مسکۍ خوری
ته لا د ګل په څانګه
لا غوړیدلې نه وی
لا خندیدلې نه وی
د مسیدو او غوړیدو په حال وی
ستا امیدونه ار مانونه خورې
دا دوطن او تمدن په خا طر
د ازادۍ او سر لوړۍ په خا طر
د سپین سحر د دا ځلانده لمر
د سپیني سړیکې په څیر
په ځلیدلو کې وی
د میوندۍ ملالۍ
دحسیبې اونا هیدې شهیدې
او د وطن د باعذته خویندو
او د وطن د شهیدانو د ارمان په خاطر
تا اواز پورته کړلو
ولې مکاره دا خونکاره بې فرهنګه خلکو
د انسانیت او بشریت دښمنان
د پښتنو د ازادۍ قاتلان
( د پاکستان حکومت)
پخپله و ویشتلې
په وینو ولمبیدې
دا ستا په وینو يی لاسون سره کړل
د ستا دا معصوم زړګی
د دوی د بیرحمه زړونو د خوښۍ ښکار وګرځید
او اوس
همدغه د بشر او انسانیت قاتلان
په تا لا ویر هم کوي د درواغو ژاړي په تا
تر څو د خلکو فکر
بل خواته واړوی دوی
زما زخمي زخمي ملالۍ خوری
ستا دښایسته ښکلو ملالو سترګو
دا غیرتي نظر
دا به پښتون ملت ته
لکه ډیوه ځلیږي
ټول به را ویښ ټول به يو ځای کړی سره
ستا انتقام به واخلي
ته خا طر جمع اوسه
ته نا امیده مشې
ته ځوانیمرګه مشې
دا ستا ارمان د پاک انسان ارمان دی
دا ستا ارمان د هر افغان ارمان دی
لری په خواکئ شازلمې ورونه
لری په خواکې د ګلالې ورونه
لری ته پیغلې ملالۍ خویندې
د خوشحالخان بابا زامن لا شته دي
د میرویس خان بابا زامن لا شته دی
هر یو به تا ته دا د ګلو ګیډۍ
درته ډالۍ کړي ګرانی
ستا د ارمان به درته زیری در کړی
واوره چې لوی افغانستان به جوړ شي
تا ته د اوږد عمر دعا کومه
چې په خپل ژون د پښتنو د ازادۍ دا زیری
په خپلو غوږو نو واوری