تنکۍ مینه
ستا د تنکۍ مینې هجران کې سوځم
مدام د وصل په ارمان کې سوځم
څنګه چې اوښکې له دا سترګو څاڅي
دستي په خپل څیرې ګریوان کې سوځم
د للمې ګل شوم د باران په طمع
د اوړي لمر او شین اسمان کې سوځم
د پښتون برخه یم زر نه رارسي
زه خو په داسې لوی جهان کې سوځم
عجیبه نده چې پښتون ووایی
زه مې په خپل افغانستان کې سوځم
چا پیښور او چا کابل ته غږ کړ
ته په امو زه په بولان کې سوځم
کابله درد دې د حفیظ ملیار دئ
ته خپل وطن زه بل جهان کې سوځم