د ملالی یوسفزی په ویاړ او یاد
د سواتۍ ملالې سپینه غاړه سره شوه
یوه سره ګولۍ په ګلو کې سړه شوه
ډز شو، ډزسره دره کې انګازې شوې
دملالې سلګۍ عرش کې اوازې شوې
د ملالې لاس نه لویږي کتابونه
له دې شرمه ګوره! ریږدي دسوات غرونه
د ملالې وینو رنګ کړې سپینې پاڼې
په لړزه شولې ګورګورې او مماڼې
د ملالې خولګۍ وچه وچه کیږي
لکه ژبه دډيوې باد ته رپیږي
د ملالې څاڅکي څاڅکي وینه تویې
نن ماښام ستوروته لاس پورته کړه مورې
له هرڅاڅکي به یې زیږي زر لمرونه
پرې تودیږي به کتاب ته ناستې نجونه
د میوند ملالې توغ ته دې سلام دی
ستابچو باندې اوس هم علم حرام دی
پښتنو غرونو کې ګرځي یوه څړیکه
دهغې ده که ددې ملالې کړیکه
یوه وتې د وطن بیرغ په ننګه
ددې بلې کتابونه دي ترڅنګه
په ولس کې خدای پیدا کړې دوې ملالې
د وطن او پوهې ځلنده مشالې
ملالۍ دوینو څاڅکي دې غمي شه
دوښمنان دې ورته دود شه سپیلني شه
لاس دې راکړه چې دلمر کلي ته ولاړ شو
د ولس دویښتابه څلي ته ولاړ شو
یوه نه ، زر ملالۍ به راپسې شي
پرې رڼا به دکابل اوسوات شیبې شي
لاس دې راکړه چې دلمر کلي ته ولاړ شو
ددې ولس دویښتابه څلي ته ولاړ شو