څــــړیــکه
له هرې خوانه په ما غم اوروي د زمانې زړګی ماتم اوروي
هسک د وختونو له وريځو ډک دی چیرته ماران چیرته لړم اوروي
دا د وحشت دیوان تیارې خپروي په هر بل شوی څراغ بم اوروي
همته! ګوره ملا دې خمه نه شی آسمان بلاوې دم په دم اوروي
په سمندر د اوښکو نه شی چاره لوی سقرونه، جهنم اوروي
د ترحم هیلې عبثې ښکاري ظالم لمبې په هر قدم اوروي
نامرد غماز د نمامۍ اورونه هم ئې پر ما هم په صنم اوروي
د خپل خیرن نظر اتوم بمونه کله په یوه کله بل چم اوروي
هره لحظه د هیریدلو دوړې د ویاړونو په البم اوروي
(غفوری) کله به سپرلی شی که نه؟
چې په ګلـــونـــو به شــبنم اوروي