Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > آيا دبنيامين نتانياهو دنيولو په برخه کې به دآی‌‌سي‌سي حکم پلی شي؟  

AgoNews: آيا دبنيامين نتانياهو دنيولو په برخه کې به دآی‌‌سي‌سي حکم پلی شي؟

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

آيا دبنيامين نتانياهو دنيولو په برخه کې به دآی‌‌سي‌سي حکم پلی شي؟

منبع

د آزادی رادیو

تاریخ

11/24/2024 12:00 AM

شرح

 

دا څرګنده نه ‌‌ده چې بنیامین نتنیاهو به کله دجرمونو دنړیوالې محکمې (آی‌‌سي‌سي) له لوري محاکمه شي که‌ نه، خو آی‌‌سي‌سي دهغه دنیولو امر کړی او تورن کړی یې دی چې دبشريت ضد جنایتونه یې ترسره کړې دي.

ښایي چېرته هم نتنیاهو دهاګ محکمې ته حاضر نه‌‌‌شي، خو بیا هم دا تورونه داسراییل پر صدراعظم د برید په معنا دي. نتنیاهو دغزې په روانه جګړه کې پر ده دلګېدلیو تورونو دفاع کړې ده او اسراییل په هالنډ کې دهاګ محکمه په رسمیت نه پېژني، خو په‌دې کې هم شک نه ‌‌شته چې له‌‌دې تورونو سره دصدراعظم په توګه د نتنیاهو دنده سخته شوې ده.

دنړۍ ۱۲۴ هېوادونه دجرمونو نړیواله محکمه په رسمیت پېژني. داروپایي شورا دبهرنیو اړیکو دبرخې یوه جګپوړي غړي انتوني ډورکین ازادي راډیو ته وویل، که چېرته نتنیاهو دغو هېوادو ته ورشي نو دآی‌‌سي‌سي دا غړي هېوادونه قانوني مکلفیت لري چې، هغه ونیسي.

ډوکین په‌‌دې برخه کې دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته اشاره وکړه چې، کله داوکراین په جګړه کې دجنګي جرمونو په تور دهغه دنیولو امر صادر شو، نو مجبوره شو چې بیا بیا دخپلو سفرونو پلان بدل کړي، مثلا پروسږکال په جولای کې په جنوبي افریقا کې دبریکس هېوادونو غونډې ته نه ولاړ. سږکال په سپتمبر کې دآی‌‌سي‌سي غړی هېواد منګولیا تر فشار لاندې و چې، ولادیمیر پوتین له ورتګ سره سم ونیسي، خو اولان باتور دمحکمې حکم عملي نه ‌کړ.