Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دکډوالو لویه کمیشنري: دبودجې دکموالي له کبله ۶۰۰ زره افغانان له ژمنیو مرستو بې برخې شوي  

AgoNews: دکډوالو لویه کمیشنري: دبودجې دکموالي له کبله ۶۰۰ زره افغانان له ژمنیو مرستو بې برخې شوي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دکډوالو لویه کمیشنري: دبودجې دکموالي له کبله ۶۰۰ زره افغانان له ژمنیو مرستو بې برخې شوي

منبع

تاند

تاریخ

11/24/2024 12:00 AM

شرح

 
 
 
 

دملګرو ملتونو دکډوالو لویه کمېشنري (UNHCR) وايي چې دبودجې دکمېدو، دښځینه کارکوونکو پروړاندې بندیزونو، او اداري خنډونو له امله له ۶۰۰,۰۰۰ څخه ډېر افغانان دژمي له اړینو مرستو څخه بې برخې شوي دي.

دې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې دژمنیو اړتیاوو دپوره کولو لپاره د ۳۴ میلیون ډالرو بودجې دکمېدو له امله دزیانمنو خلکو، په تېره بیا دتازه راستنېدونکو او هغو کورنیو چې دناڅاپي سېلونو او درنو بارانونو له امله په غیرمناسبو یا زیانمن شویو ځایونو کې اوسي، حالت بحراني دی. په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې که چټک اقدامات ونه شي، دټیټې تودوخې له امله ناروغۍ، لک تنفسي ناروغۍ، په زیانمنو ډلو، په ځانګړي ډول ښځو، نجونو، کوچنیانو، او زړو خلکو کې په چټکۍ سره زیات شي. په راپور کې راغلي: “دغه حالت دزیانمنو ډلو لپاره جدي ګواښونه جوړوي چې په دې کې ښځې، نجونې، تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان، او زاړه کسان شامل دي.”

دطالبانو له لوري دښځینه مرستندویو کارکوونکو پروړاندې لګېدلي محدودیتونه د مرستې رسونې چارې لا پیچلې کړي دي. دغو محدودیتونو، له اداري خنډونو سره یوځای، د دې سبب شوي چې مرستندویې ادارې لرې پرتو او بې‌وزله ټولنو ته په وخت اړتیاوړ ضروري شیان ونه شي رسولی. دUNHCR په یوه جلا راپور کې ویل شوي چې ۴۰ سلنه غوښتنې لاهم دښځو او نجونو له لوري ادارې ته وړاندې کېږي، او دا شمېره ثابته پاتې ده. خو ادارې زیاته کړې چې دغه شمېره ښايي دښځو ګډون کم وښيي، ځکه ډېری ښځې او نجونې دبریښنالیک له لارې اړیکه نیسي، چې دهغوی دهویت پټ ساتلو او دمخامخ اړیکو دمخنیوي امکان برابروي.

دغه ستونزې دطالبانو له لوري دښځو دحقونو پروړاندې دروانو محدودیتونو په ترڅ کې راولاړې شوې دي. په دې محدودیتونو کې دتعلیم، کار کولو، او دتګ راتګ دآزادۍ بندیزونه شامل دي، چې دافغان ښځو او نجونو حالت یې نور هم سخت کړی دی.