دګارډین او نورو رسنیو دراپورونو له مخې، دامریکا دسنا جرګې یوه جمهوریپال غړي دپوځ دبریدجنرال کریسټوفر ډوناهیو دترفیع مخه ونیوله ځکه چې نوموړی د۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه وروستی امریکایي سرتېری و چې ووت.
ډوناهیو، چې ۵۵ کلن دی او دولسمشر بایډن له خوا داروپا لپاره دامریکا دپوځ دعملیاتو مشرتابه ته نوماند شوی و، دسناجرګې دوسله والو خدماتو کمېټې په وروستي نوملړ کې شامل نه شو. په دې لیست کې دنژدې ۱۰۰۰ پوځيانو ترفیع ګانې تایید شوې دي. ددغه جنرال له ترفیع سره دسناتور مارک وین مولین مخالفت په عین حال کې له افغانستانه تر۲۰ کلونو وروسته دامریکايي پوځیانو له وتلو سره دجمهوریپالو مخالفت ښيي.
راپورونه وايي چې داوکلاهوما سناتور مارک وین مولین دبریدجنرال دوناهیو دترفیع مخه ونیوله، خو هغه په دې اړه په ښکاره څه نه دي ویلي. دملیټري ورځپاڼې دراپور له مخې، دا بندیز دپخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دانتقالي ټیم په غوښتنه لګول شوی. دیوې نه افشا شوې سرچینې دمعلوماتو له مخې، دپنټاګون ویاند ددې ځنډ په اړه اندېښنه څرګنده کړې، دډوناهیو وړتیاوې یې وستایلې او دهغه دټاکنې پر بیړنۍ اړتیا یې ټینګار وکړ. ویاند وویل: “بریدجنرال ډوناهیو دویسټ پواینټ له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوی او تر۳۰ کلونو زیاته موده یې خپلې خاورې ته خدمت کړی دی.
په اروپا کې هغه په خورا مهم وخت کې ګورمال شوی. پر نوماندانو بندیز زموږ پوځي چمتووالي ته زیان رسوي. ”دغه شخړه په داسې حال کې راپورته شوې چې دبایډن اداره لاهم دله افغانستان څخه دګډوډې وتنې په اړه له سختو نیوکو سره مخامخ ده.