دباډي بلډنګ یا بدني ښکلا افغان لوبغاړي فرهاد صافي دباډي بلډنګ دډنمارک داین پي سي په نړیوالو سیالیو کې دسرو زرو مډال وګاټه.
فرهاد صافی، چې په فنلنډ کې ژوند کوي، دجمعې په ورځ دلیندۍ په دوهمه په ډنمارک کې په نړیوالو سیالیو کې دسرو زرو مډال ترلاسه کړ. هغه په منفي ۸۰ کیلوګرام وزن کې ګډون وکړ او دخپل وزن په کټګورۍ کې یې اتلولي وګټله. دا دفرهاد صافي اووم دسرو زرو مډال دی چې دبدن سازۍ په نړیوالو سیالیو کې یې ګټي. په دې ټورنمنټ کې دبیلابیلو هیوادونو شاوخوا ۵۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، او فرهاد صافي د“افغانستان” په نوم برخه اخیستې وه.
فرهاد صافي رسنیو ته وویل چې دهغه ترټولو لویه هیله د“مستر اولمپیا” سیالیو ته لاره موندل او هلته دمډال ګټل دي. هغه زیاته کړه چې تل غواړي دافغانستان په نوم او بیرغ دسیالیو پر سټېج ودریږي.