خبري رسنيو دخپلو سرچينو له قوله خبر ورکړی، چې دطالبانو دحاکمې ادارې ددفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په بهرنيو چارو کې دپاکستان ددولت وزیرې حنا رباني کهر سره دلیدنې غوښتنه رد کړې ده.
دسرچينو دمعلوماتو له مخې، حنا رباني کهر غوښتل، چې ملا یعقوب سره ددواړو هېوادونو ترمنځ څ امنیتي مسایلو په اړه پر ځینو مسايلو وغږيږي. رسمي سرچينو دغه خبر تایید یا رد کړی نه دی.
دطالبانو له بيا واکمنيدو سره له پیله تراوسه ملا یعقوب او ځينو نورو محدودو چارواکو دپاکستان سفیر او نورو چارواکو سره نه دي ليدلي.
ملا یعقوب دطالبانو په اداره کې پاکستان ته تابع چارواکی نه ګڼل کېږي. دځینو په باور، پاکستان هم نوموړي او پلویانو ته ېې ښه نظر نه لري او دمنزوي کولو هڅه ېې کوي.