Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دملا متقي او حنا رباني دلیدنې جزييات، طالب پلوه شنونکي هم ترې ناراضه دي  

AgoNews: دملا متقي او حنا رباني دلیدنې جزييات، طالب پلوه شنونکي هم ترې ناراضه دي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دملا متقي او حنا رباني دلیدنې جزييات، طالب پلوه شنونکي هم ترې ناراضه دي

منبع

تاند

تاریخ

11/30/2022 12:00 AM

شرح

 

دطالبانو بهرنیو چارو وزارت په بهرنیو چارو کې دپاکستان ددولت دوزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوي سره ددغه وزارت دطالب وزیر مولوي امیرخان متقي دغونډې جزييات خپاره کړل.

سرچينه وايي ملا متقي دافغان بنديانو دخلاصون، دمسافرو د تلو راتلو او په لارو داوښتو په برخه کې دسهولتونو درامنځته کولو، دتجارت او ترانزيټ په برخه کي دپرمختګ او چټکتیا په اړه پاکستاني لوري ته یادونې وکړې. همداراز یې دتاپي، ټاپ، اورګاډي دلین او نورو لویو پروژو پیل کولو ته امادګي وښوده، دسیاسی اړیکو، اقتصادي ودې او امنیت په اړه یې دخپلې ادارې موقف څرګند کړ.

ويل شوي چې پاکستاني پلاوي په پاکستان کې دافغان مهاجرینو سره دښه سلوک، دتګ راتګ په لارو او دویزو په برخه کې دستونزو دحل په باب دهمکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره دتجارت ‏او ټرانزیټ دپیاوړتیا او پراختیا په هکله به لازم ګامونه پورته کړي. حنا رباني کهر وویل:«افغانستان او پاکستان دوه مسلمان همسایه هیوادونه دي او کلتوري مشترکات هم سره لري نو ددواړو هیوادونو حکومتونه باید یو بل سره همکاري وکړي او دوه اړخیزې عامه ګټې خوندي وساتي.»

دطالبانو مشهور مدافع او دکابل پوهنتون استاد فيض محمد ځلاند ددې سفر په اړه وايي:«کابل ته دپاکستان، داسلامي هېواد په استازولۍ میرمن حنا کهر راغلي ترڅو په سمبوليکه توګه دښځو دتعلیم، سیاسي فعالیت او ښځه دیو دولت داستازولۍ دکردار په بڼه را برسیره کړي، سفرتر ډېره په سبمولیکه ژبه دښځو دحقوقو، فعالیت، تعلیم او زده کړو په کردار را څرخي.» ښاغلی ځلاند ددغه سفر پايلو ته هيله من نه دی او دلايل ېې په دې ډول ښيي:«‏ددې ترڅنګ کېدای شي دپاکستاني طالبانو په وروستیو بریدونو، دډیورند دکرښې په اوږدو کې دناکراریو، ترانزیت او افغان کډوالو خبرې وکړي، د ۱.۱.۱ رسیمیت پیژندنې، اقتصادي ستونزو، بسپنو، سفر بندیزونو، تور لیست کې پاکستان هیڅ مرسته نه شي کولی, په ځینو برخو کې پاکستان خپله غرک دی.»

دپکتيا پخواني والي محمد حليم فدايي بيا په خپله ټویټر پاڼه له حنا رباني کهر څخه دطالبانو دبهرنيو چارو دوزیر ملا متقي دهرکلي عکس خپور کړی او دې اړه يې خپل غبرګون داسې څرګند کړی:«‏افغان مېرمن په حجاب کې هم په بازارونو کې وهل کېږې او خارجي مېرمن ته لاس په نامه ولاړ دي. اسلام یوازې یوه وسیله ده چې چېرې یې ګټه وي هلته یې کاروي او چې چېرې تاوان وي هلته ترې تېرېږې. موږ غواړو افغان مېرمن هم دحنا کهر غوندې دمتقي صیب هم سیاله شي!» دطالبانو وياندويانو ددغه سفر دپایلو په اړه څه نه دي ويلي.