دطالبانو حکومت وایي، افغانستان له خپل هوايي قلمرو څخه دالوتنو دتېرېدو له درکه هره میاشت لسګونه میلیونونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي.
دطالبانو په حکومت کې داطلاعاتو او رسنیو دڅانګې سرپرست مشر انعام الله سمنګاني پرون پر ټویټر لیکلي دي چې دمتحده عربي اماراتو له ګاګ نومي شرکت سره دیوه تړون ترلاسلیکېدو وروسته دهېواد له هوايي حریم څخه اوس تقریباً سلګونه الوتنې تېرېږي او حکومت له هرې الوتنې ۶۰ زره افغانۍ ترلاسه کوي چې دمیاشتې نږدې ۱۸۰ میلیون افغانیو ته رسېږي.
که څه هم دافغانستان دهوايي حریم له درکه دتېرکال دعوایدو دقیق ارقام نه شته، خو دملکي هوایي چلند ادارې دوړم کال عواید څه باندې ۵ میلیارده افغانۍ یاد کړي و.
دطالبانو حکومت داسې مهال له بېلابېلو مالي سرچینو دعایداتو دلوړېدو خبره کوي چې په افغانستان کې تر نیمایي زیات وګړي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. دسږ کال په اپرېل کې نړیوال بانک وویل چې دافغانانو دسړي سر عواید دپام وړ کم شوي دي.