دتاجیکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې دافغانستان دسیمه ییزو مطالعاتو دانستیتوت له لوري «دهرات امنیتي کنفرانس» نن دافغانستان دملي سرود پر ځای دعبدالوهاب مددي په يوې ترانې پیل شوی.
دا دوه ورځینی کنفرانس په افغانستان کې دټول ګډونه دولت دجوړېدو پرلارو چارو بحث ته ځانګړی شوی، چې دافغانستان لپاره دامريکا شارژدافیره، داروپايي ټولنې او يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو استازي او يو شمېر افغان سياسي څېرې پکې برخه لري. په غونډه کې دملي سرود پرځای دبلې ترانې غږولو ته يو شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګونونه ښودلي.
افغان ژورنالیست او لیکوال داود جنبش په خپله ټویټر پاڼه کې ليکلي:«که دا غونډه دافغانستان له پاره وي نو دعبدالوهاب مددي سندره یې استازیتوب نه شي کولای. شمالي ټلوالې په ۲۰ کلو کې بیا بیا هڅه کړې دغه سندره دافغانستان دملي سرود په نامه خپره کړي. آن دبېحېنګ اولمپیک کې هم دوشنبه کې اوسني سفیر او هغه مهال دافغانستان اولمپیک مشر ظاهر اغبر همدغه سندره غږولې وه.»
دکنفرانس جوړونکو دخپل دغه کار دليل نه دی ښودلی. په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر افغانانو ددغې غونډې دګډونوالو په اړه، چې ډیری یې دجمهوري نظام لوړپوړي چارواکي وو، توند غبرګونونه ښودلي او ویلي چې افغانان به له طالبانو ستړي وي او عاجل بدلون به غواړي خو دا بدلون دبدنامو او ناکامو پخوانيو چارواکو دبیرته واکمنولو په مانا نه وي.