Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > لاپيد: ایران داسرائیل له پاره ترټولو ستر ګواښ دی  

AgoNews: لاپيد: ایران داسرائیل له پاره ترټولو ستر ګواښ دی

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

لاپيد: ایران داسرائیل له پاره ترټولو ستر ګواښ دی

منبع

دویچه ویلی

تاریخ

7/4/2022 12:00 AM

شرح

 
یائیر لاپید، داسرائیلو دانتقالي حکومت لومړي وزیر په توګه خپله لومړنۍ تلویزوني وینا کې ایران دخپل هیواد له پاره ترټولو ستر ګواښ وباله. لاپيد داسرائیل دداخلي او نړیوالو مسائلو په اړه خپل دریځ او تګلاره مطرحه کړه.
 
 

یائیر لاپید دشنبې په ماښام (دجولای میاشت ۲ نیټه) داسراییلو دنوي لومړي وزیر په توګه خپله لومړنۍ ټلویزیوني وینا وکړه. نوموړی به دروان میلادي کال په نوامبر میاشت کې تر عمومي انتخاباتو پورې دحکومت درهبرۍ چارې پرمخ وړي. يائیر لاپيد داسرائیلو دڅورلسم لومړي وزیر په توګه په خپله لومړنۍ وینا کې دکورنیو او نړیوالو مسائلو دهغو له جملې څخه دایران په اړه خپل نظر او دریځ ته اشاره وکړه.

نوموړي ایران داسرائیلو له پاره تر ټولو لوی خطر وباله او زیاته یي کړه: «زما په باور ایران ترټولو لوی هغه ګواښ دی چې اسرائیل ورسره مخامخ دی. مونږ به هر هغه اړین اقدام تر سره کړو، څو اټومي توانمندۍ ته دایران دلاسرسي او زمونږ په سرحدونو کې ددوی دمستقر کیدو مخه ونیسو.» لاپيد زیاته کړه: «زه ټولو هغو کسانو ته چې زمونږ دنابوده کولو هڅه کوي، له غزې نیولې تر تهرانه او دلبنان له سواحلو نیولې بیا تر سوریې پورې وایم: مونږ مه آزموئ. اسرائیل پوهیږي چې دهر دښمن او ګواښ پر وړاندې څرنګه له خپل ځواک څخه استفاده وکړي.»

دروغې جوړې لاس اوږدول

داسرائیلو نوي لومړي وزیر دخپلې وینا په بله برخه کې دسولې او روغې جوړې په لاره کې هلو ځلو ته اشاره وکړه. هغه وویل: «مونږ په دې باور یو اسرائیل یو داسې هیواد دی تر کومې پورې یې چې امنیت تامين وي، دسولې په هڅه کې دی. اسرائیل دمنځني ختیځ ټولو ملتونو، دهغې له جملې څخه فلسطینیانو ته خپل لاس غځوي او وایي چې ددې وخت را رسیدلی دی چې دا ومنئ چې مونږ به هیڅ کله هم دا ځای پرې نږدو. راځئ چې دسولې په فضاء کې ګډ ژوند کول زده کړو.»

لاپید «ابراهیمي تړون» دسیمې دامنیتي او اقتصادي وضعیت له پاره یو لوی نعمت وباله او خوشبیني یي څرګنده کړه چې راتلونکي تړونونه به هم لا زیات برکتونه له ځان سره راوړي. متحده عربي امارات، بحرین، سوډان او مراکش په منځني ختیځ کې هغه عرب هیوادونه دي چې په ۲۰۲۰م کال کې له ابراهیمي تړون سره یوځای شول. په دغه تړون کې شاملو هیوادونو ژمنه کړې ده چې له یوه بل سره به اړیکې عادي حالت ته راولي، دیپلوماتیک مناسبات به ټینګوي، سفارتونه به پرانیزي او هر اړخیزو متقابلو سوداګریزو، اقتصادي او سیاسي اړیکو ته به پراختیا ورکوي.

لاپید دسرائیلو دڅوارلسم لومړي وزیر په توګه دخپلې وینا په لومړي سر کې ددغه هیواد له پخواني لومړي وزیر نفتالي بنت، څخه په سوله ایز ډول دواک  انتقال له کبله مننه وکړه. ټاکل شوې ده چې دروان میلادي کال دنومبر میاشتې په لومړۍ نیټه به په اسرائیلو کې عمومي انتخابات ترسره شي. ترهغې وخته پورې به یائیر لاپید ددغه هیواد لومړی وزیر وي. دا په تیرو څلورو کلونو کې پنځم ځل دی چې دیوه نوي حکومت درامنځته کیدو له پاره په دغه هیواد کې سرتاسري یا عمومي انتخابات ترسره کیږي.