Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دم.م ځانګړې غونډه، افغان ښځې هغسې ځپل کیږي، چې سابقه او تجربه یې نړۍ کې نشته  

AgoNews: دم.م ځانګړې غونډه، افغان ښځې هغسې ځپل کیږي، چې سابقه او تجربه یې نړۍ کې نشته

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دم.م ځانګړې غونډه، افغان ښځې هغسې ځپل کیږي، چې سابقه او تجربه یې نړۍ کې نشته

منبع

تاند

تاریخ

7/3/2022 12:00 AM

شرح

 

دملګرو ملتونو سازمان تېره شپه دافغانستان دبشري حقونو دوضعیت په اړه ځانګړې غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې ګډونوالو دافغانستان دبشري حقونو دوضعیت او په ځانګړي ډول دښځو حالت داندیښنې وړ ګڼلی دی. دوی ویلي، چې په افغانستان کې دښځو ځپل او پرضد ېې دسياستونو وضع کول په نړۍ کې بېساري دي او کله نه دي تجربه شوي.

دغونډې ګډونوالو له طالبانو غوښتي، چې په دې اړه نړیوالو سره خپلې کړې ژمنې عملي او ورباندې ودریږي. طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې دښځو پروړاندې دخپل سياستونو دفاع کړې او پر خپل ضد تورونه ېې رد کړي دي.

دطالبانو ادعا شوی مشر ملا هبت الله اخندزاده، پرون په کابل کې دملایانو غونډې ته ويلي، چې که اټوم بم هم پرې وکاروي، دوی به ېې مشورې ونه مني.