Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > ملګري ملتونه طالبانو ته: دښځو دحقونو په برخه کې له نورو اسلامي هیوادونو پیروي وکړئ  

AgoNews: ملګري ملتونه طالبانو ته: دښځو دحقونو په برخه کې له نورو اسلامي هیوادونو پیروي وکړئ

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

ملګري ملتونه طالبانو ته: دښځو دحقونو په برخه کې له نورو اسلامي هیوادونو پیروي وکړئ

منبع

د امریکا غږ

تاریخ

7/3/2022 12:00 AM

شرح

 

دملګرو ملتونو دبشري حقونو عالي کمیشنرې میشل بچلیت دجمعې په ورځ جولای لومړۍ (چنګاښ ۱۰) له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې دښځو دحقونو دښه کولو لپاره دنورو اسلامي هیوادونو څخه الهام واخلي او دهغوی «منظمه ځپنه» پای ته ورسوي.

میشل بچلیت په ژنیو کې دملګرو ملتونو دبشري حقونو دشورا غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې په تیر اګست میاشت کې دطالبانو له واکمن کیدو راهیسې دافغان میرمنو او نجونو «ناهیلې کوونکي وضعیت» چې پدې هیواد کې ورسره مخامخ دي شرحه کو. آغلې بچبیت وویل: «ښځې او نجونې دڅو لسیزو په ترڅ کې دترلاسه شویو حقونو چټک او مهم پر شا تګ تجربه کوي... که یو څه په چټکه بدل نشي دهغوی راتلونکی به نوره هم تیاره وي.»

میشل بچلیت په افغانستان کې دښځو او نجونو دوضعیت په اړه دملګرو ملتونو دبشري حقونو دشورا بیړنۍ غونډې ته په وینا کې پر نړیوالې ټولنې باندې د«لا نورو مشخصو هڅو» غږ وکړ چې پر طالبانو باندې فشار راوړي چې دبشري حقونو ته درناوی وکړي. په ځانګړې توګه هغې وویل: «زه په کلکه دبالفعل مقاماتو [طالبانو] غواړم چې داکثریت میشته اسلامي ټولنو سره چې دښځو او نجونو دحقونو په ترویجولو کې تجربه لري، لکه څنګه په نړیوال قانون کې تضمین شوي، تعامل وکړي.»

میشل بچلیت چې دمارچ په میاشت کې افغانستان ته تللی وه وویل چې متوسطه ښوونځي دڅه دپاسه یو میلیون نجونو پر مخ تړل شوي او ښخې په پراخه توګه دکار او دمحروم پرته له سفر کولو څخه محرومې او منع شوې دي. همداشان امر شوی دی چې په عامه ځایونو کې دحضور پر وخت باید خپل مخ پټ کړي. د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کال پورې دخپلې پخوانۍ واکمنۍ په پرتله دبیا واکمن کیدو وروسته دنرم چلند کولو په هکله طالبانو په خپلو ژمنو عمل ندی کړی؛ دنجونو متوسطه او لیسې ښوونځي لا هم تړلې دي او په څو ادارو کې د استثنایي کار کولو پرته ښځې دکار او سفر کولو له حق محرومې شوې دي.

د۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱، پورې طالبانو په خپله لومړۍ دوره حاکمیت کې په پراخه توګه ښځې دکار او زده کړو له حق څخه محرومې کړې وې. میرمن بچلیت زیاته کړه: «دټولو دغو ضمانتونو سره سره مونږ دعام محضر څخه دښځو او نجونو دحذف کیدو او دهغوی دمنظم ځپنې شاهد یو.» هغې دطالبانو له حکومت څخه وغوښتل دنجونو دمتوسطه او لیسو دبیرته پرانستلو لپاره یو مشخصه نیټه وټاکي او دشرعي محرم سره دسفر کولو او دمخ دپټولو امر لغو کړي. دا پړاسې حال کې دي چې دطالبانو مشر ملا هبت الله پرون دلومړي ځل لپاره په کابل کې دعلملو دغونډې په وړاندې راڅرګند شو او وویل چې: «نړۍ دې دافغانستان په چار کې مداخله نه کوي، موږ مستقل یو دهیچ چا فرمایشات نه منو.» دتیر ۲۰۲۱ میلادي کال داګست د ۱۵ مې راهیسې واک ته دطالبانو درسیدلو وروسته دا لومړی ځل دی چې دطالبانو مشر کابل ته سفر کوي او په یوه لویه غونډه کې وینا کوي. دا رپوټ دفرانس پرس آژانس دمعلوماتو په اساس جوړ شوی.