Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > امريکا افغانانو ته دفولبرایټ تحصيلي بورسونه بيا پیلوي  

AgoNews: امريکا افغانانو ته دفولبرایټ تحصيلي بورسونه بيا پیلوي

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

امريکا افغانانو ته دفولبرایټ تحصيلي بورسونه بيا پیلوي

منبع

تاند

تاریخ

7/4/2022 12:00 AM

شرح

 

دامریکا دبهرنیو چارو وزارت وايي، چې افغانانو ته دفولبرایټ تحصيلي بورسونو ورکړه بیرته پیلوي.

دوزارت یوه ویاند ویلي ، چې افغانانو ته ددغو بورسونو ورکړه به له راتلونکي میلادي کال څخه پیل کړي. ‏امریکايي ویاند په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

یاد شوي بورسونه په افغانستان کې دجمهوري نظام له سقوط سره سم، دافغانانو لپاره ځنډول شوي وو. له امریکا سره دطالبانو دحاکمې ادارې دترینګلو اړیکو له کبله به ښايي ددغو بورسونو لپاره دکامیابیدونکو کسانو ورتګ دپاکستان او نورو هېوادونو له طریقه وشي.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ګومان کېږي چې داسې زده کړو ته به په ښه نظر نه ګوري. دطالبانو دلوړو زده کړو جنجالي وزير مولوي عبدالباقي حقاني څو ورځې مخکې وويل، چې دوی په اسلامي روحیه په لوړو زده کړو تمرکز کوي. طالبانو دافغانستان په مختلفو سیمو کې مسلکي انسټیټیوټونه او تاریخي ځایونه په مدرسو بدل کړي او دعصري زده کړو پروړاندې یې ګڼ خنډونه رامنځته کړي دي.