Skip to main content

اخبار روز

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > اخبار روز > AgoNews > دطالبانو خارجه وزارت: بریتانیا داړیکو دپیاوړتیا ډاډ راکړ  

AgoNews: دطالبانو خارجه وزارت: بریتانیا داړیکو دپیاوړتیا ډاډ راکړ

عنوان

منبع

تاریخ

شرح

Attachments
Created at by
Last modified at by

عنوان خبر

دطالبانو خارجه وزارت: بریتانیا داړیکو دپیاوړتیا ډاډ راکړ

منبع

تاند

تاریخ

7/3/2022 12:00 AM

شرح

 

دطالبانو دبهرنيو چارو وزارت وايي، چې دافغانستان کې لپاره دبرېتانیا دسفارت شارژدافیر هوګو شورتر په دوحه کې دطالبانو دبهرنیوچارو له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره دخپلو اړیکو دلا ټینګولو هڅه کوي.

طالبانو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې کتنه کې دبريتانيا دسفارت شارژدافير وويل چې ددغه هېواد له طالب حکومت سره داړيکو دپياوړتيا لپاره ګام په ګام عملي ګامونه اخلي. دبرتانیې دسفارت شارژدافیر ویلي، چې هېواد به یې د ۳.۵ میلیونو پونډو مرستو سربیره په افغانستان کې دزلزله ځپلو دحالت دښه کولو لپاره نورې مرستې هم ولیږي. دبريتانيا دسفارت شارژدافير ددغه هېواد وروستۍ اعلاميې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې له جګړې او تاوتريخوالي څخه ملاتړ نه کوي، ټينګار وکړ چې بريتانيا به له هيڅ داسې ډلې ملاتړ ونه کړي چې دتاوتريخوالي له لارې سياسي اهداف ترلاسه کړي.

دطالبانو دبهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي له افغانستان سره دبريتانيا دبشري مرستو او د‌طالبانو له مخالفينوسره ددغه هېواد دملاتړ دنه منلو په ترڅ کې دافغانستان په زيربنايي، رفاه او اقتصادي پراختيا کې ددغه هېواد همکاري مهمه وبلله. دطالبانو دبهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې کتنه کې پر پورتنیو موضوعاتو سربېره پراقتصادي همکاریو، پوهنې او سیاسي مسایلو هم خبرې وشوې او دنظرونو تبادله وشوه او ددواړو هېوادونو ترمنځ ددوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وشو.

دطالبانو دبهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي څو ورځې مخکې ديوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دوحې ته تللى، څو دامريکا او اروپايي هېوادونو له ډيپلوماټانو سره دافغانستان دمرکزي بانک دشتمنيو خلاصون او دنورو مسایلو په اړه خبرې وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې دطالبانو د«اميرالمومنين» په نوم يوه ادعا شوي کس پرون په کابل کې دملايانو لويې غونډې ته دوينا پرمهال له نړيوالو سره تعامل رد او په روښانه ټکيو وويل، چې که نړۍ پرې اټومي بمونه هم وغورځوي، دوی به ېې مشورې ونه مني او تعامل به ورسره ونه کړي.