دطالبانو درئیسالوزرا مرستیال مولوي عبدالکبير پرون دملایانو په لویه غونډه کې دطالبانو دادعا شوي لوی مشر ملاهبت الله اخندزاده (چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) پرونۍ خبرې په ضمني توګه رد کړي دي.
مولوي کبير دملایانو په غونډه کې پرون وویل:«طالبان دخپلو مخالفینو پروړاندې سالم سیاست لري، که هر څوک غواړي چې هېواد ته راشي،ازادانه راتلای شي او ددې لپاره اسلامي امارت باصلاحیته کمیسیون ټاکلی،چې دوی کولای شي، په مسئولانه ډول راشي او خپل هیواد کې په عزت ژوند وکړي.»
دطالبانو ادعا شوي لوی مشر پرون په داسې حال کې، چې دملایانو دغونډې ګډونوالو ته ېې شا اړولې وه او دعکسونو او ویډیو دکامرو په نه موجوديت کې ېې وینا کوله، دطالبانو مخالفینو ته په خطاب کې وویل، چې هېواد ته راتلی شي، خو د«عزت او حیثیت» تمه دې نه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې ویل کیږي دطالبانو دمشرانو ترمنځ دواک او صلاحيتونو دوېش په اړه خپل منځي اختلافات اوج ته رسیدلي.
دطالبانو يوه مشهور امریکا مېشتي مدافع واحد فقیري دحکومتولۍ په اړه دطالبانو وروستیو اختلافاتو ته په کتو سره ويلي، چې دطالب مشرانو ترمنځ اختلافات به دوی په څو ډلو سره وویشي او دوی به یو بل سره لاس او ګریوان شي. دطالبانو دلوی مشر په نوم دملایانو په غونډه کې مخ پناه کوونکي ویناوال هم دطالبانو ترمنځ دخپل منځي اختلافاتو موضوع په ضمني توګه تاييد او په مخنیوي ېې ټینګار وکړ.