Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > نوی کال  

مطالب تحریری فرهنگی: نوی کال

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: محمد حامد الوتاندتاریخ: 1/4/2013

نوی کال

درنو لوستونکو د ۲۰۱۳ع کال د رارسیدو په ویاړ تاسې ټولو (لر او بر افغان ملت) ته د زړه له کومي څخه مباره کۍ او نیکې هیلې وړاندې کوم هیله ده چې دا کال زمونږپه کړېدلي ، ربړېدلي او ځورېدلي ملت او هیواد د خوښۍ، نیکمرغۍ او،سوکالۍ ځیرۍ او کال وي . او زمونږ د هیواد او خلکو څخه د نفاق، کرکې او بدبينۍ د ورکیدو په هيله دا وړه تحفه چې د نوي کال د رارسیدو په ویاړ مې تر مخه ليکلۍ ده تاسې ته در وړاندې کړم هیله ده چې ستاسې د خوښې وړ وګرځي.

 

دا نوی کال مو مباره ک شه

عمر مو شه ډېر،ډېر کلونه

ژوندون مو تیر په خوشحالۍ شه

را مه شه تاسې ته غمونه

 

نوی موسم دې، نوې خیال دې

هېر کړۍ دا ټول زاړه یادونه

د ځان ځانۍ نه په کنار شۍ

په ورور ولۍ جوړ کړۍ جشنونه

 

دا نوی کال مو مباره ک شه

عمر مو شه ډېر،ډېر کلونه

ژوندون مو تیر په خوشحالۍ شه

را مه شه تاسې ته غمونه

 

راځۍ د ېؤ تر بله جار شو

په اتفاق ورکړو لاسونه

یؤ بل ته غاړه ، غړۍ ورکړو

په غلیم بل کړو سره اورونه

 

دا نوی کال مو مباره ک شه

عمر مو شه ډېر،ډېر کلونه

ژوندون مو تیر په خوشحالۍ شه

را مه شه تاسې ته غمونه

 

ګلان د خار نه کله پاک وي

په هر سیلاب کې خس ، خاشاک وي

اغزي په برخه د دښمن شه

په برخه ستاسې شه ګولونه

 

دا نوی کال مو مباره ک شه

عمر مو شه ډېر،ډېر کلونه

ژوندون مو تیر په خوشحالۍ شه

را مه شه تاسې ته غمونه

 

په حامد به شي اختر هغه وختونه

چې یؤ ځاې وه وینم دا لر او بر قومونه

زما د ملک دا پرګنې او ولسونه

د لوی افغان د بڼ خواره ،واره ګولونه

 

دا نوی کال مو مباره ک شه

عمر مو شه ډېر، ډېر کلونه

ژوندون مو تیر په خوشحالۍ شه

را مه شه تاسې ته غمونه

د ۲۰۱۲ ع کال د دسمبر د میاشتې ۳۱مه

 

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ