Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > nor bs  

مطالب تحریری فرهنگی: nor bs

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: تاریخ: 12/13/2015
نور به ایمان په ګمان نه بدلوو مشري د پوهې ،صداقت موخه وي خلکو ، ولس ته د خدمت موخه وي خو زمونږ هر مشر پیمان یادوي ښکلي ژوندون د هر افغان یادوي وایئ چې مونږ ه دا وطن جوړوو مونږ به دپلار ، نیکه مدفن جوړوو دا سې اساس دا برنامه لرو مونږ ټینګ مو تکل دی اراده لرو مونږ بس پس لدې به دا وطن جوړیږي زمونږ د نیکونو دا مدفن جوړیږي مونږ به سیندونه سر بندونه جوړ کړو دښتې ، بریښنا او پلچکونه جوړ کړو هریو افغان ته به روزګار پیداشي اهل د کار ته به بیا کار پیدا شي وران مالتونه به اباد شي زمونږ هر خوا ورورۍ او اتحاد شي زمونږ خو چې بیا کله اقتدار پیدا کړي چې شي حاکم او اعتبار پیدا کړي ګورې چې سر یې بل ګریوان نه وځي د افغانیت نوم او نشان نه وځي څوک دي ګاونډ سور اشغالګر روزلي څوک پنجابي لوی ترهګر روزلي څوک بیا اخوند سره پټ لاره لري تعصب ، عقده له بد روزګاره لري څوک د شیخانو نه پیسې ټولوي د دین په نوم ورځي چندې ټولوي دلته ته د زړه نه هیڅ چا کار ونه کړ هیڅ یو زعیم کوم ابتکار ونه کړ هر یو په فکر د خپل ځان شو دلته د شخصي ګټو نګهبان شو دلته اوس هم د خدای در نه نا هیلي نه یو د خپل وطن سره بې مینې نه یو چې که لوی خدای شي مهربانه په مونږ دا ستونزې ، سختې شي اسانه په موږ اوس افغانان پدې پوه شوي تمام دوئ نور د خوبه را ویښ شوي تمام نور به د تیرو نه عبرت اخلو مونږ د مشر نوم به په عزت اخلو مونږ په انتخاب به ایمان نه هیروو نور به ایمان په ګمان نه بدلوو --------------------------- سمیع الدین افعاني ۱۲ - ۱۲ - ۲۰۱۵ م ۰ کال
  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ