Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > سره مزه کا  

مطالب تحریری فرهنگی: سره مزه کا

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: سميع الدين افغانيتاریخ: 11/4/2014

 

سره مزه کا

 

يو څو ښکلې ټپې د يــــه قــــربـان ســـره مزه کـا

محفل د ټنګ ټکـور خواږه یــــاران ســره مزه کـا

 

سندره مې تر غوږ شوه یه قربان قربـان ناروکې

ټپــــه د مـــلالۍ د جنــګ ميــــدان ســره مـزه کـا

 

مجنوون هم دلیلا په مينـه ســرپــه بيـــابـــان وه

د مينې ليونی څیـــرې ګریـــوان ســــره مـزه کــا

 

کعبه هم د  بـــلال د تکبيـــــرونـــــو اذانګــــه وه

جذبـــه د ديـــــانت د پــــاک ايمان ســــره مزه کا

 

کلونه پـه موږ تير شول د حــالاتو نـــه شاکي يـو

يـو والی ، همغګۍ د هـــر افغان ســــره مـزه کا

 

دا نن هم لا موقـــه ده چې وطن سـره آباد کـــړو

پيشرفت او تـرقي عصر، زمـــان ســــره مزه کا

 

راځئ ای خوږو ورنو چې يو موټی يوپيمان شو

جذبه د ورورګلوۍ زموږ د شان ســــره مزه کا

 

ترڅو پــردوملکو کې بــه د هجـــر شيبې شمارو

ښايسته کلي ، بانـډې افغانستان ســره مـــزه کا

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ