Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > هوښيار طبيب  

مطالب تحریری فرهنگی: هوښيار طبيب

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: سميع الدين افغانيتاریخ: 10/26/2014

مینه

 

مينــه ګرانـــه ده خــوږې لــري تـرخې هم       

د هجــران هــم د خــوښيو خـــــاطـرې هم

 

ده کـيســـه د يـــوې پيغـلـې د يـــــو ځـــوان      

 يــو جــالـبـه عجـيـبـه غــونــدې داســــتان

 

ښکلی ځوان يــــوې نجلۍ بانــدې مـيـن وه

 شپه او ورځ د پيغلې مينـــه کې غمجن وه

 

پيغلـې هـم پـــه دغـــه ځوان وه زړه بايللی 

دوئ پـــه مينــــه خـبر نـه وه کــور او کلی

 

د دوئ مينـــه وه د حــده ځينـــې زيــاتــــه 

د زړو راز يې معلـــوم نـــه وه وبـل چا ته

 

مده ډيــره او وختــونـه پـــه دوئ تير شول

دوئ په لارکې له هر خوا خنډونه ډير شول

 

زوريــدل د کــور او کـلي لــــه دستــــوره 

پـټـه مـيـنـــه يــې ســـــاتلــه لــه مجــبـوره

 

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ