Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > هایکو  

مطالب تحریری فرهنگی: هایکو

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 5/18/2014

درنو لو ستونکو داهم د مسواک  په هکله

یو څو نوی افغانی هایکو(*) ګانې

 

هایکو    

مسواک    

دده وه خوله له مکروبونه ډکه

نورو ته وایی چې مسواک ووهۍ

ځان نه خبر نلري

 

هایکو     

مسواک     

هرڅه قیمت وه خو مسواک ارزان ول

د پارلمان د یو وکیل له لاسه    

اوس په ډالر خر څیږي           

هایکو

مسواک

په پارلمان کې یی قانون جوړکړلو

چې بې مسواکو به خبر نکوۍ      

اوس مې مسواک مدام په جیب کې پروت وي

 

هایکو     

مسواک     

لاړم دکان ته چې مسواک واخلم

یو دکاندار په خندا وویلې

لکه چې ته هم د چا نوم یادوې

 

هایکو      

مسواک      

ما مې غاښونه په مسواکو وینځل

خلکو کتلې او خندلې به يي    

په قصه پوه شوم ماهم ډیر وخندل

 

هایکو       

مسواک       

اول لنګۍ وه بیا پکول مود شو

اوس د پکول پرځای هر خوا چې ګورم

خلک مسواک ګرځوي            

 

هایکو          

سپی          

زما له یو سپي ځینې ډیر بد راتللو

اوس مې لږلږ خوښیږي              

که غاپي نه لکۍ خو چنګه لري 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ    

(*) هایگو هغه لنډ او دیر قوی  جاپانی اشعارو نوم دی چه په تول نړی کی خورا شهرت لری

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ