Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > د معلم د لوړ مقام په احترام  

مطالب تحریری فرهنگی: د معلم د لوړ مقام په احترام

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 10/11/2012

خدمتګار د هر انسان دی دا معلم دی
دا دنیا چې پری ودان دی دا معلم دی

د تیارو پرځیای ډیوی بلول غواړي
...

رو ښنایی د هر زمان دا معلم دی

په روزنه د اولاد د وطن بوخت وی
چی زړه سواند او مهربان دی دا معلم دی

جز دعلم او معرفت سره یی کار وی
څه سپیڅلی قدردان دی دا معلم دی

ترقي او تمدن لټول غواړي
چې سالار د دې کاروان دی دا معلم دی

په ټټر یی هوسیلی دې لکه غرونه
د پاک عظم قهرمان دی دا معلم دی

منزلت د مور او پلار لری په مونږ کې
دا چې دومره عاليشان دی دا معلم دی
پسله مور او پلاره حق یی په مونږ فرض دی
د حفیظ ملیار ګمان دی دا معلم دی
  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ