Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > شرابي سترګې  

مطالب تحریری فرهنگی: شرابي سترګې

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 12/16/2013

 

شرابي سترګې

شرابي سترګې دجارشم په خمارخوراته ګوره  

ای دحسن سوداګرې په باربار خو راته ګوره

په نظر دشهلا سترګودزړګی راته زخمي کړ

دبڼو غیشي دشماره په هر وار خوراته ګوره

ته مې شعر ته مې غزل یی ته ټپه یې د ملالې               

زماعزم دپښتون دی پاس په دار خو راته ګوره

ستادمخ په شمع سوی خواراوزارخاوری ایری  یم

دپتنګ په شان ستي یم په انګار خوراته ګوره

د ارمان قبرمې ګوره ستایادونه پکښې خښ دي

که په قبرګلان نږدې نو خارزارخوراته ګوره

که دحسن په ګلبڼ کې ما حفیظ ملیار مالیارکړې

ای مغرورې کبرجنې لکه یار خو راته ګوره

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ