Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > بس دى سګرټى  

مطالب تحریری فرهنگی: بس دى سګرټى

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 10/29/2013

 

بس دى سګرټى

 

بس دې سګرټى نور یې نه څښمه
شومه ليونى نور يې نه څښمه
د ځوانۍ عمر مې خزان شو
تير مې شو سپرلى نور يې نه څښمه
یو سودایي له مانه جوړ شو
شومه پيریانى نور یې نه څښمه
په لاره ځم هسې ځنګيږم
شومه وچ لرګى نور یې نه څښمه
په سل مرضو یې اخته کړم
خورمه خپل زړګى نور یې نه څښمه
خپل او خپلوانو ته بدرنګ شوم
ښکارمه پردى نور یې نه څښمه
حفيظ ملياره رنګ مې تور شو
شومه سپيلنى نور یې نه څښمه

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ